د ټرمپ دوه تاوانه؛ د ولسمشرۍ تر څنګ خپله مېرمن هم بايلي


د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ له خپل خاوند نه طلاق اخیستو ته شېبې شماري.

ډېلي مېل ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه پخواني سلاکار اوماروسا مانیګو نیومن له خولې لیکي، د ټرمپ مېرمن میلانیا ټرمپ له خپل خاوند سره ۱۵ کلن معاملاتي واده ته د پای ټکی ږدې او له هغه نه طلاق اخلي.

نيومن ویلي، چې په دې اړه کره معلومات لري او ډاډه دی، چې ملانیا به له ټرمپ څخه جدا شي.

د نیومن د ادعا له مخې، دغه وضعیت به ټرمپ سخت وځپي، ځکه له یوه لوري یې ولسمشري او له بل لوري مېرمنه د لاسه وځي.

د ملانیا او ډونالډ ټرمپ د واده ۱۵ کاله کیږي.

دغه ورځپاڼه لیکي، د میلانیا یوه پخواني سلاکار سټیفانو ولکوف ویلي، میلانیا او ټرمپ له واده وروسته یو قراداد وکړ چې له مخې به یې به ټرمپ خپله د خپلې شتمنۍ نیمایي برخه د دوی زوی بارون ته ورکوي.

ولکوف زياته کړې، چې میلانیا او ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې هم د معاملاتي واده له مخې جلا کوټې لري.

خو د یادو ادعاوو سربېره هم د ټرمپ مېرمنې میلانیا ټرمپ وایي، چې له خپل خاوند سره یې اړیکې ښې دي او ترمنځ یې کومه لانجه نه ده راغلې.

ټاکل شوې ده چې ډونالډ ټرمپ تر راتلونکو دوو میاشتو پورې له خپلې کورنۍ سره له سپینې ماڼۍ ووځي او خپل ځای راتلونکي ولسمشر، جو بایډن ته وسپاري.

  • 19 لړم 1399